د افغانستان د خلکو ترمینځ تعصب رامینځته کونکي دلته ځاې نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137258-د_افغانستان_د_خلکو_ترمینځ_تعصب_رامینځته_کونکي_دلته_ځاې_نلري
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، هغه کسان چې د افغانانو ترمنځ قومي، ژبني او مذهبي تعصیب ته لمن وهي، افغانستان کې ځای نه‌لري.
(last modified 2023-08-17T06:40:14+00:00 )
Aug 17, 2023 11:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خلکو ترمینځ تعصب رامینځته کونکي دلته ځاې نلري

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، هغه کسان چې د افغانانو ترمنځ قومي، ژبني او مذهبي تعصیب ته لمن وهي، افغانستان کې ځای نه‌لري.

ستانکزي دغه څرګندونې نن پنج‌شنبه د زمري ۲۶مه کابل کې د «نوي کابل ښار ملي پروژې» پرانېست ‌غونډې ته کړې دي.

نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې ویلي؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې خپل خلک له اقتصادي ستونزو داسې وژغوري لکه له اشغال څخه یې چې وژغورل.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت په کمه موده کې اوچت اقتصادي ګامونه اخيستي او دا خبره يې په عمل کې ثابته کړې، چې د افغانستان ودانولو ته ژمن دي.

شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې؛ دوه کاله وړاندې به دلته هره ورځ لسګونه کسان وژل کېدل، خو اوس‌مهال په ورځ کې يو کس هم نه وژل کېږي، نو افغانان بايد د الله تعالی په دې ستره پېرزوينه شکر وباسي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وویل چې افغانانو د خپل هېواد د وقار عزت او ازادۍ ساتلو په موخه بې ساري قربانۍ ورکړې او اوس هم هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دي.