طالبان د افغانانو ترمینځ د مذاکراتو په پایله کې واک ته ورسېدل
Aug 19, 2023 02:54 Asia/Kabul
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د امریکا د ماتې او واک ته د طالبانو د راتګ د کلیزې په مناسبت وویل چې طالبان د افغانانو تر منځ له خبرو اترو وروسته واک ته ورسېدل.
افغان غږ خبری آژانس راّپور ورکوی دلاور وویل چې د جمهوري ریاست له سقوط مخکې په افغانستان کې د طالبانو جګړې امریکا دې ته اړ کړه چې خبرې اترې پیل کړي.
ښاغلي دلاوري وویل: "جګړې امریکایان دې ته اړ کړل چې له موږ سره خبرې وکړي. جګړه چې د جهاد په معنی ده، هغوی دې ته اړ کړل چې له افغانستانه د وتلو لاره ومومي.
ټیګونه