طالبان د رسندوي فعالیتونو په خاطر خبریال نه نیسي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137330
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بې سرحده خبریالانو موسسې راپور ته په غبرګون کښې ادعا وکړه چې په هیواد کښې خبریالان د هغوې د رسندوي فعالیتونو په خاطر نه نیول کیږي.
(last modified 2023-08-19T08:42:38+00:00 )
Aug 19, 2023 11:17 Asia/Kabul
  • طالبان د رسندوي فعالیتونو په خاطر خبریال نه نیسي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بې سرحده خبریالانو موسسې راپور ته په غبرګون کښې ادعا وکړه چې په هیواد کښې خبریالان د هغوې د رسندوي فعالیتونو په خاطر نه نیول کیږي.

د بې سرحده خبریالانو د موسسې د راپور پراساس په تیرو شلو کلونو کښې په نړۍ کښې کابو شپاړس سوه شپیته خبریال وژل شوي دي او په دې مینځ ومان کښې افغانستان هماغه راز له عراق او سوریې څخه وروسته د  رسندوي فعالانو او خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هیوادونه دي.

د بې سرحده خبریالانو د موسسې د نوي راپور پراساس د افغانستان د طالبانو ځواکونو لخوا په تیرو لسو ورځو کښې کابو نهه خبریالان په خپل سره ډول نیول شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو موسسې مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کښې د طالبانو له بیا واکمنیدا وروسته څلورشپیته خبریالان د خپلو کارونو په علت نیول شوي دي.

سره له دې د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ټیلي ويژن ته وویل چې په هیواد کښې خبریالان د دوې د رسندوي فعالیتونو به خاطر نه دي نیول شوي او د رسنیو فعالیت یې هم سانسور نه دی کړی.

د طالبانو د کابینې د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم د طالبانو د بریالیتوب د دوهمې کلیزې په مناسبت په یوې غونډې کښې د طالبانو لخوا د بیان د ازادۍ په ردولو سره وویل د رسندویو د خاوندانو او د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمینځ ښه ملګرتیا شته.

په عین حال کښې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ یعني «نی» ادارې مسوول محمد ظریف کریمي وویل مسوول ارګانونه باید زر تر زره  نیول شوي خبریالان خوشي کړي.