د ننګرهار عامه کتابتون کتابونه او تجهیزات نلري نور حال دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې یوازینی عامه کتابتون د کتابونو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دی.
د کتابتون چارواکي وایي ورځ تر بلې د کتاب او مطالعې مینه والو شمیر زیاتیږي خو دوې یې غوښتنې نه شي پوره کولاې.
د ننګرهار د عامه کتابتون مشر ضیا الدین همت مل وایي، په دې یوازینې عامه کتابتون کې د نویو چاپ شویو کتابونو او دغه راز د اړینو تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي.
هغه وایي ورځ تر بلې د کتاب او مطالعې مینه والو شمیر په دې کتابتون کې مخ پر زیاتیدو دی خو دوې د هغوې غوښتنې نه شی پوره کولای.
همت مل له لیکوالانو او سوداګرو وغوښتل چې ددې عامه کتابتون په بډاینه کې ورسره مرسته وکړي. بل پلو دغه کتابتون ته راتلونکي زده کوونکي، زده کړیالان او د کتاب او مطالعې مینه وال وایي سره له دې چې په کتابتون کې کتابونه ډیر دي خولا هم ددوې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
نجیب الله او عبدالهادي دوه تنه چې عامه کتابتون ته راغلي وایي، په هغه برخوکې چې زده کوونکي او زده کړیالان ورته اړتیا لري نوي چاپ شوي کتابونه نشته.
دوې وایي هر چاته په کار دي چې ددې کتابتون پر وړاندې خپل مسولیت ترسره کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریس قاري نور محمد حنیف بیا وایي د کتابتون د غني کیدو او دغلته د پرتو ستونزو د هواري لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.
هغه له ټولو هغه خلکو چې په کورونو کې له خپلې اړتیا زیات کتابونه لری وغوښتل چې دا کتابونه دې عامه کتابتون ته وسپاري.
د ننګرهار عامه کتابتون په ۱۳۹۵ کال کې جوړ او پر فعالیت پېل وکړ چې هغه مهال ورته د یو کمپاین له لارې خواوشاه پنځوس زره ټوکه بېلابېل کتابونه راټول شول.
په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسولګرۍ هم دوه ځلې له یاد کتابتون سره د کتابونو او تجهیزاتو مرسته کړیده.