د کابل په پغمان ولسوالۍ کې څلور انسان تښتوونکي ووژل شول
Aug 20, 2023 06:46 Asia/Kabul
زمونږخبریال راپور راکړی د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند د پغمان ولسوالۍ د (پشته بادام) په سيمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۴ انسان تښتوونکو د وژل کیدو خبر ورکوي.
خالد ځدراڼ د انځورونو په خپرولو سره ویلي، دغه عملیات تېره شپه ترسره شول، چې په پایله کې یې ۴ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.
د هغه په وينا د محمد امين په نوم یو تن ملکي وګړی د هغوی له منګولو ازاد شو او د انسان تښتوونکو يوه خطرناکه ډله له منځه یوړل شوه.
خالد ځدراڼ وايي چې په دغه نښته کې پوليسو ته زيان نه دی اوښتی.
ټیګونه