د ټوریزم صنعت د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي
نوموړي پروان ته د خپل سفر موخه د ځایونو ليدنه او له سيمه ييزو چارواکو سره کتنه وبلله او ويې ويل دسیاحت صنعت د هېوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې ډېر مهم او ارزښتناک رول لوبوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرا...خیرخواه پروان ته د سفر پر مهال وویل چې د سیاحت صنعت د هیوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې خورا مهم او ارزښتناک رول لري.
هغه زياته کړه چې د سياحت په برخه کې بايد د سيمې ځايي او مستند کلتور او تاريخي اثار وساتل شي.
افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی ملا خیرا...خیرخواه او ورسره مل پلاوی پروان ولایت ته د یو رسمی سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والی مولوی عبیدا... امین زاده سره وکتل.
نوموړي پروان ته د خپل سفر موخه د ځایونو ليدنه او له سيمه ييزو چارواکو سره کتنه وبلله او ويې ويل دسیاحت صنعت د هېوادونو په اقتصادي وده او پرمختګ کې ډېر مهم او ارزښتناک رول لوبوي.
هغه وويل، د تاريخي اثارو او ځايونو ترڅنګ د استوګنې هوټلونه او سياحتي اسانتياوې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د پام اړولو په موخه جوړېږي.
په دې کتنه کې د پروان والي مولوي عبيدا...امين زاده په دې جغرافیه کې د ښه امنيت د تامينولو په باب ډاډ ورکړ او ويې ويل: د دغه ولايت ښکلي او تاريخي سيمې ارزښت او وړتيا لري چې له هرې لارې يې وکتل شي. امین زاده ټینګار وکړ، چې د پروان وضعیت ته په کتو، که د دې سیمې طبیعي او تاریخي سیمو ته پاملرنه وشي، بې له شکه د کلیوالي اقتصاد د ودې او پرمختګ لامل به شي