په ټول توان سره د جګړو د تکرارد مخنیوي هڅه کوو
د طالبانو د واکمنۍ له دوه کلنۍ سره د دوی یو زیات شمېر مخالفان د خبروله لارې د افغانستان د ستونزو له حل څخه نهیلي ښکاري او وخت په وخت یې ځینې مطرحې څېرې د جګړې خبرداری ورکوي.
دافغانستان د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي دوی په خپل ټول توان سره هڅې کوي چې افغانستان بيا د جنګ جګړو او تاريکیو لوري ته ور ونه ګرځي.
د باختر اژانس لیکلي چې هغه دا خبره له پخواني برېتانوي ښکېلاک څخه د افغانستان د ازادۍ د ۱۰۴ مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې کړې ده.
د طالبانو د واکمنۍ له دوه کلنۍ سره د دوی یو زیات شمېر مخالفان د خبروله لارې د افغانستان د ستونزو له حل څخه نهیلي ښکاري او وخت په وخت یې ځینې مطرحې څېرې د جګړې خبرداری ورکوي.
طالبانو مخکې دا ډول خبرداري بې ځایه تبلیغات بللي، خو منتقدان یې باور لري چې که طالبان د واک انحصار او نه مشروعیت، د خلکو او په خاص ډول د ښځو د حقونو خلاف ورزیو او افراطي کړنوله دوام سره د نړیوال تعامل نا ممکن توب ته دوام ورکړي، پایلې به یې خطرناکې او مسوولیت به یې د دوی پر غاړه وي.