یوه ښځه د واده په مراسمو کښې غلط کور ته ولاړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه میرمنه د خپل یوه دوست د واده په مراسمو کښې د ګډون کولو لپاره د څه د پاسه درې زره(۳۰۰۰) کلومیټره مزل په کولو سره په غلطۍ سره د بل چا د واده دستورو ته ورغله.
د امریکا میرمن ارټي مالا د واشنګټن ډي سي سیمې وسیدونکي ده او د هغې د ملګري واده د اسکاټ لینډ په ګلاسګو کښې کیده.
میرمن ار ټي مالا د دغه پیښې په هکله وویل زه چې کله له امریکا څخه سکاټ لینډ ته ورسیدم او له هوايي ډګره مو یو ګاډي ونیوه او د واده مراسمو ته ورسیدم او لږ وخت وروسته مو چې هلته ودګنی او ودګنۍ ولیدله نو پوهه شوم چې دا هغه د واده مراسم نه دي چې زه د دومره اوږد سفر له کولو وروسته هلته رسیدلي یم بلکې دا واده د یوه کیټلین او د سټیفن په نوم د ودګني او د ناوي و.
د امریکا میرمنې ارټي مالا وویل زه سمدستي له نوموړي واده څخه ولاړم او د خپل دوست د واده مراسمو ته ورغلم.