کابل کښې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137444-کابل_کښې_چاودنه_شوې
پرون مازیګر په کابل کښې په شوې چاودنې کښې دوه کسان مړه او یو بل ژوبل شوی دی
(last modified 2023-08-21T21:05:54+00:00 )
Aug 22, 2023 01:22 Asia/Kabul
  • کابل کښې چاودنه شوې

پرون مازیګر په کابل کښې په شوې چاودنې کښې دوه کسان مړه او یو بل ژوبل شوی دی

پرون مازیګر په کابل کښې په شوې چاودنې کښې دوه کسان مړه او یو بل ژوبل شوی دی

د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د پېښې په تاییدو سره ویلي چې د دغې چاودنې له امله لږ ترلږه  ۲ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د هغه په وینا، دغه چاودنه د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې پر یو ګاډي د چسپکي ماین له امله شوې ده.

د پېښې مسئولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو کومې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.