د تسنیم خبري اژانس د عکاس د نیولو موضوع تعقیبوو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل: د طالبانو لخوا د تسنیم خبري اژانس د عکاس نیول کیدل په جدي ډول د تعقیبیدا په حال کښې دي.
هغه د تسنیم خبري اژانس د عکاس محمد حسین ولایتي د خوشي کیدا لپاره د ترسره شویو تعقیبونو په هکله چې د طالبانو لخوا نیول شوی دی وویل د افغانستان له استخباراتي ادارو سره سلامشوره شوي ده او چارواکي د مسلې د حل کولو او د تسنیم خبري اژانس د عکاس د خوشي کولو هڅه کوي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس عکاس محمد حسین ولایتي په تیرې شنبې ورځ او په داسې حال کښې چې په قانوني ډول او د هوايي ډګر له لارې په غیر کاري سفر کښې افغانستان ته تللی و او لس ورځې په کابل کښې و د بیرته ستنیدا په وخت په کابل هوايي ډګر کښې له هیڅ ډول توضیح پرته ونیول شو.
د افغانستان طالبانو ډلې له تعقیبونو سره سره هیڅ توضیح نه ده ورکړي چې د تسنیم خبري اژانس عکاس یې په کوم دلیل نیولی دی.
د بې سرحده خبریالانو موسسه وايي چې د افغانستان طالبانو تراوسه د هیواد ډیر خبریالان له کوم دلیل پرته نیولي او ځینې یې شکنجه کړي او وژلي هم دي.