ګاونډیان دې له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د وږي په دویمه، په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې نه کارېږي، خو زیاتوي چې ګاونډیان دې هم له خپلې خاورې د افغانستان امنیت نه ګواښي.
د سلام وطندار د خبر له مخې، هغه له طالبانو څخه غواړي چې له افغانستان سره د ګډو پولو امنیت خوندي کړي.
نوموړي له امریکا او اروپا څخه هم وغوښتل چې له طالبانو سره ښې اړیکې ولري او د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.
هغه یو ځل بیا له طالبانو څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.
په همدې حال کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد مشر شفېعالله ثاقب په دې غونډه کې وویل، ځینې ډلې افغانستان کې مذهبي اختلافونو ته لمن وهي. هغه له خلکو غواړي چې خپل یووالی وساتي.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو چارواکو په ځلونو د خپلو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې د کارېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي، خو طالبانو تل دا ادعاوې بنسټه بللې دي.