طالبان د افغانستان د ښځو په وژلو تورن شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137660-طالبان_د_افغانستان_د_ښځو_په_وژلو_تورن_شوي_دي
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د مقتدره ښځو غورځنګ طالبان د ښځینه فعالانو په مرموز ډول د وژلو مسوول وبلل.
(last modified 2023-08-26T21:00:23+00:00 )
Aug 27, 2023 01:22 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان د ښځو په وژلو تورن شوي دي

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د مقتدره ښځو غورځنګ طالبان د ښځینه فعالانو په مرموز ډول د وژلو مسوول وبلل.

د افغانستان د مقتدره ښځو غورځنګ پرون په یوې بیانیې کښې وویل د طالبانو په حکومت کښې ښځې له کار ،  زده کړې او له سیاسي فعالیتونو په محرومیدا سربیره د طالبانو ډلې لخوا له هدفمنو او مرموزو وژلو سره مخامخ دي.

دغه غورځنګ د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې د اتلسو وژل شویو ښځو د نومونو له بیانولو وروسته وویل طالبانو د دغو ښځو د وژلو مسوولیت د ناپیژاندو کسانو په غاړه اچولی دی.

طالبانو ډلې په تیرې پنجشنبې ورځ په کابل کښې د یوټوبیرې «حورا سادات» وژله تائید کړه.

په کابل کښې د طالبانو پولیسو وویل حورا سادات د کابل په اتلسمې حوزې کښې وژل شوي ده او د هغې د قتل په ارتباط یې درې کسان نیولي دي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې طالبانو د حورا سادات مړی د هغې د کورنۍ په نشتون کښې په پټ ډول په هدیرې کښې خاورو ته سپارلی او د هغې قبر همدا اوس د طالبانو ډلې تر سختې څارنې لاندې دی.

د افغانستان د مقتدره ښځو غورځنګ زیاته کړه دغه چاره په ښکاره د دې ښودنه کوي چې طالبان د تل په شان د خپل د بشر ضده جنایتونو د پټولو هڅه کوي.

د افغانستان د مقتدره ښځو غورځنګ دغه راز د طالبانو لخوا د پخواني حکومت د درې سوه اتلسو عسکرو د وژل کیدا په هکله د ملګروملتونو د نمایندګۍ د دفتر یوناما وروستی راپور اندیښمنونکی او خواشینونکی وباله او ډاګینه یې کړه د طالبانو لخوا د پخوانیو وژل شویو پوځيانو شمیر له وړاندې شوي شمیر څخه دوباره زیات دی.

د افغانستان د مقتدره ښځو د غورځنګ په بیانیې کښې د ښځو د حقوقو له ملاتړو او د بشري حقوقو له ارګانونو څخه غوښتل شوي دي چې د طالبانو د ترهګرې ، د فاشیسټي او د یوه جنسیتي ډلې د جنایتونو مخه ونیسي او اجازه ورنکړي د افغانستان خلک په تیره بیا ښځې قرباني شي او د هغوې غږ غلی شي.