په طالبانو باندې باید ډیر دباونه راوړل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137668-په_طالبانو_باندې_باید_ډیر_دباونه_راوړل_شي
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ له نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو د حقوقو د احقاق لپاره په طالبانو باندې د ډیر دباو د راوستلو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-08-26T23:28:46+00:00 )
Aug 27, 2023 03:54 Asia/Kabul
  • په طالبانو باندې باید ډیر دباونه راوړل شي

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د بشري حقوقو څارونکي موسسې هیومن رایټس واچ له نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو د حقوقو د احقاق لپاره په طالبانو باندې د ډیر دباو د راوستلو غوښتنه وکړه.

دوبۍ ته د زده کړې د دوام لپاره د افغانستان د یوشمیر انجلیو د سفر د مخه د نیولو لپاره د طالبانو اقدام ته د غبرګونونو په دوام کښې د بشري حقوقو موسسې هیومن رایټس واچ د نړیوالې ټولنې لخوا په طالبانو باندې د ډیرو دباونو د راوستلو غوښتنه وکړه.

د بشري حقوقو څارونکي موسسې د اګست د میاشتې په پینځویشتمه نیټه وویل طالبان دوبۍ ته د درې شپیتو انجلیو د زده کړې لپاره د تلو خنډ شوي دي.

ټاکل شوي وه چې د اګست د میاشتې په درویشتمه نیټه د افغانستان سل انجلۍ د زده کړې لپاره د متحده عربي اماراتو د یوه سوداګر په پیسو سره دوبۍ ښار ته ورشي خو طالبانو په کابل هوايي ډګر کښې د دغو انجلیو دوبۍ ته د تلو مخه ونیوله.

د طالبانو دغه اقدام له سختو داخلي او خارجي غبرګونو سره مخامخ شوی دی.

بل خبر دا چې د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ وویل چې په افغانستان کښې اقتصادي حالات نور هم پسې خراب شوي دي.

سره صلیب پرون په یوه راپور کښې وویل د افغانستان څه د پاسه پینځه پنځوس فیصده خلک بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري او اقتصادي بایکاټونو اقتصادي حالات نور هم پسې خراب کړي دي.

نړیوال سره صلیب وویل چې د افغانستان نیمايي خلک بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري او کابو شل میلیونه خلک د خوراکي موادو له  سخت کمښت سره مخ دي او دغه راز څه د پاسه یولک نوزیږي ماشوم نامعلوم راتلونکی لري.