د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې عمومي رئیس ایران ته سفر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137706-د_افغانستان_د_اوسپنۍ_پټلۍ_ادارې_عمومي_رئیس_ایران_ته_سفر_وکړ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د يو پلاوي په مشرۍ نن دوشنبه د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر روان شو.
(last modified 2023-08-28T04:03:55+00:00 )
Aug 28, 2023 08:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې عمومي رئیس ایران ته سفر وکړ

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د يو پلاوي په مشرۍ نن دوشنبه د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر روان شو.

په پام کې ده چې په دغه سفر کې د خواف ـ هرات ۳مې ټوټې اوسپنې ‏پټلۍ له لارې د انتقالاتو په چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د لنډمهاله تخنیکي زده کړو په برابرولو او د دوه اړخیزه ریلي همکاریو په پراختیا خبرې وشي او له بېلابېلو دولتي مسؤلینو سره لیده کاته هم ترسره شي.