د پنجشنبه ورځ په افغانستان کې رخصتي نه ده
Aug 31, 2023 01:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، چې د مشرتابه د حکم پر اساس پنجشنبه د سنبلې ۹ مه رسمي رخصتي نه ده.
یاده دې وي، چې تېر کال د کابینې په ۳۵ مه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې له افغانستان څخه د ورستي امریکايي عسکر د وتلو ورځ به په هېواد کې عمومي رخصتي وي، خو اوس د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې دا رخصتي معطل شوې او د پنجشنبه ورځ به په ټولو دولتي او خصوصي ادارو کې د نورو ورځو په څېر رسميات وي.
ټیګونه