د سلام‌وطندار د خبریال په ګډون، څلور خبریالان له بنده خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137898
 سرپرست حکومت په کندوز او بدخشان کې د سلام‌وطندار د خبریال حسیب حساس په ګډون، څلور افغان خبریالان له بنده خوشې کړي دي.
(last modified 2023-09-02T00:47:06+00:00 )
Sep 02, 2023 05:15 Asia/Kabul
  • د سلام‌وطندار د خبریال په ګډون، څلور خبریالان له بنده خوشې شول

 سرپرست حکومت په کندوز او بدخشان کې د سلام‌وطندار د خبریال حسیب حساس په ګډون، څلور افغان خبریالان له بنده خوشې کړي دي.

د سلام‌وطندار د خبر له مخې، د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو ټولنې په یوه خبرباڼه کې لیکلي چې په کندهار کې د طلوع‌ نیوز خبریال عطاالله عمر، او په کندوز کې د سلام‌وطندار خبریال حسیب حساس د طالبانو له بنده خوشې شوي دي.

دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ننګرهار کې د کلید راډیو د خبریالانو فقیرمحمد فقیرزي او جان‌‌اغا صالح د خوشې کېدو خبر هم ورکړی وو.

یادې ټولنې د کلید راډیو د دغو دوو خبریالانو چې شاوخوا شل ورځې وړاندې نیول شوي وو، هرکلی کړی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د خبریالانو او رسنیو اړوندې قضیې د رسنیزو سرغړونو د شکایتونو ارزولو کمېسیون له لوري وڅېړي.