د ایران او د افغانستان د اورګاډي پټلۍ باید پراخه شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137980-د_ایران_او_د_افغانستان_د_اورګاډي_پټلۍ_باید_پراخه_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران په شمال ختیځ کښې د خراسان رضوي والي او د افغانستان د اورګاډي د ادارې مشر بخت الرحمان شرافت د دواړو هیوادونو ترمینځ د اورګاډي د پټلۍ په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-09-03T03:53:50+00:00 )
Sep 03, 2023 08:16 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان د اورګاډي پټلۍ باید پراخه شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران په شمال ختیځ کښې د خراسان رضوي والي او د افغانستان د اورګاډي د ادارې مشر بخت الرحمان شرافت د دواړو هیوادونو ترمینځ د اورګاډي د پټلۍ په پراختیا ټینګار وکړ.

د افغانستان د اورګاډي د ادارې مشر بخت الرحمان شرافت د ایران د خراسان رضوي له والي یعقوب علي نظري سره په کتنه کښې وویل د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ د پراختیا لپاره باید ضروري پلانونه وشي او د ایران او د افغانستان ترمینځ د ریل ګاډي د پټلۍ د پراختیا دوام ضروري دی.

د افغانستان د اورګاډي د ادارې مشر بخت الرحمان شرافت د هغو اقتصادي بریاو په هکله چې د خواف – هرات د اورګاډي د پټلۍ پروژه یې د ایران او د افغانستان لپاره لري وویل دغه پروژه ایران له افغانستان او هندوستان سره وصلوي کومې چې مهمې اقتصادي لارې ګڼل کیږي.

د ایران د خراسان رضوي والي یعقوب علي نظري هم په دغه کتنه کښې د ګاونډیو هیوادونو دوه اړخیزه ملګرتیاوې مهمه او ضروري چاره وبلله او له یوبل سره د ګاونډیو هیوادونو د ګټور او د رغنده ارتباط په هکله یې د ایران د دیارلسم حکومت په کړچار ټینګار وکړ.

د خراسان رضوي والي دغه راز د خواف- هرات د اورګاډي د لارې د دوام د کار د پیلیدا لپاره د امکاناتو په برابرولو ، د افغانستان په سرحد کښې د ایران د موبایل ټيلي فونو د شرکتونو د سیګنلونو د ورکولو او د ګمرک یعني د کسټم د اداري بهیرونو په کمیدا ټینګار وکړ.

د ایران او د افغانستان د خلکو ښې اړیکې، ایران ته د افغانستان د ښاریزو تګ راتګ او په ایران کښې د افغانستان د کډوالو څه د پاسه څلویښت کلن شتون سبب شوی دی د افغانستان خلک یو ډول د ایران اسلامي جمهوریت خپل دوهم وطن وګڼي.