طالبان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته تیار دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138008-طالبان_له_نړیوالې_ټولنې_سره_تعامل_ته_تیار_دي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل د کابل چارواکي د هیواد د بیلابیلو مسائیلو په هکله له نړیوالې ټولنې سره خبرو اترو او تعامل ته چمتو دي.
(last modified 2023-09-03T09:20:29+00:00 )
Sep 03, 2023 12:26 Asia/Kabul
  • طالبان له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته تیار دي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل د کابل چارواکي د هیواد د بیلابیلو مسائیلو په هکله له نړیوالې ټولنې سره خبرو اترو او تعامل ته چمتو دي.

هغه نن وویل افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په شمول د ټولو هیوادونو د متقابل احترام پراساس د مثبت تعامل غوښتونکی دی.

کریمي ټینګار وکړ د کابل چارواکي چمتو دي ټولو مسائیلو په تیره بیا د افغانستان د خارجي اړخونو او موضوګانو ته په اړونده مسائیلو باندې له نړۍ سره خبرې وکړي.