د نړیوال بانک له راپوره د طالبانو هرکلی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې هیواد د اقتصادي حالاتو په هکله د نړیوال بانک له راپور څخه هرکلی وکړ.
د طالبانو د کابینې اقتصادي مرستیال تېره ورځ د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ چي نړیوال بانک د افغانستان په هکله یو راپور خپور کړی چي په کښې د اقتصاد په ډګر کې د دې هیواد پرمختګ ته اشاره شوې ده.
د طالبانو د کابینې اقتصادي مرستیال دغه راپور د طالبانو د حکومت د ښه کارندوالې نښه بللې او ویلي چي که نړیواله ټولنه له طالبانو سره تعامل وکړي او د افغانستان کنګل شوی شتمني ازاده کړي دغه هیواد به د اقتصاد ترڅنګ په نورو ډګرونو کې هم پرمختګ وکړي.
د نړیوال بانک په وروستی راپور کې ویل شوی چي په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې ګراني کمه شوې او د دې هیواد د پیسو ارزښت زیات شوی دی.
راپور کې یادونه شوې ده چي د طالبانو د واکمنۍ د لومړیو میاشتو په اپوټه، اوس د افغانستان صادرات زیات شوی او د دولتي مامورینو تنخواګانې هم پر وخت ورکول کیږي.