په افغانستان کې د پولیو ناروغي په چټکتیا سره خپریږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138038-په_افغانستان_کې_د_پولیو_ناروغي_په_چټکتیا_سره_خپریږي
دغه دفتر له کورنیو وغوښتل چې ماشومان واکسین کړي او له دایمي فلج څخه یې وژغوري.
(last modified 2023-09-04T06:33:09+00:00 )
Sep 04, 2023 10:28 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د پولیو ناروغي په چټکتیا سره خپریږي

دغه دفتر له کورنیو وغوښتل چې ماشومان واکسین کړي او له دایمي فلج څخه یې وژغوري.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین دفتر وايي دا ناروغي په چټکۍ سره خپریږي.

افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی  د فری پولیو افغانستان پاڼې چې د پولیو د واکسین د کمپاین په اړه معلومات ورکوي، لیکلي چې په ننګرهار کې تر اوسه د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او دا وضعیت ډېر خراب دی. د افغانستان لپاره، په ځانګړې توګه د ختیځ زون لپاره، دا ګواښونکی دی".

دغه دفتر له کورنیو وغوښتل چې ماشومان واکسین کړي او له دایمي فلج څخه یې وژغوري.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې وې. دا شمېره په افغانستان کې د پوليو تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دي.

اوس مهال افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازینی هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې نه ده له منځه تللې.