د ټاپي پروژې په ژر پېل کېدو ټينګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138046-د_ټاپي_پروژې_په_ژر_پېل_کېدو_ټينګار_وشو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د ژر پېل کېدو غوښتنه کړې.
(last modified 2023-09-04T06:52:01+00:00 )
Sep 04, 2023 11:20 Asia/Kabul
  •  د ټاپي پروژې په ژر پېل کېدو ټينګار وشو

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره په کتنه کې د ټاپي پروژې د ژر پېل کېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان د  کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ويلي د دې پروژې د پلي کولو لپاره امنيت او ټول شرایط برابر دي او سرپرست حکومت به د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هیڅ ډول همکاري څخه ډډه ونه کړي.د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د یادې پروژې د کار او فعالیت د پيل کېدو غوښتونکی دی.په دې لیدنه کې دواړو لورو د پروژې په پلي کولو او د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.