د مالېزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی افغانستان ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138130-د_مالېزیا_د_بهرنیو_چارو_وزارت_ځانګړی_استازی_افغانستان_ته_تللی
زمونږ خبریال راپور راکړی د مالېزیا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی احمد اعظم عبدالرحمن افغانستان ته ورغلی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره يې ليدلي.
(last modified 2023-09-06T04:48:38+00:00 )
Sep 06, 2023 07:37 Asia/Kabul
  • د مالېزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی افغانستان ته تللی

زمونږ خبریال راپور راکړی د مالېزیا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی احمد اعظم عبدالرحمن افغانستان ته ورغلی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره يې ليدلي.

په دغه کتنه کې د مالېزیا ځانګړي استازي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه او زیاته يې کړه چې زه د مالېزیا د بهرنیو چارو وزیر له  ځانګړي پيغام سره افغانستان ته راغلی یم؛ هیله لرم چې د دې پیغام پر مټ به د دواړو هېوادونو اړيکې د پخوا په پرتله لا پراختیا ومومي.

ښاغلي عبدالرحمن وويل تمه لرم چې له کابل څخه به هم د اړیکو او همکاریو د پراختیا پیغام له ځان سره يوسم.

‏ورپسې، د بهرنیو وزیر سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي، احمد اعظم عبدالرحمن ته د دې نوې دندې مبارکي ورکړه او هیله يې څرګنده کړه چې شخصاً تاسو به د دې اړیکو په پراختیا کې رغنده رول ولوبوئ.

ښاغلي متقي وويل ستاسو د بهرنیو چارو وزیر پیغام مونږ ته ډېر د اهمیت وړ دی او باور لرم چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پياوړتیا کې به ګټور ثابت شي.

ښاغلي متقي زياته کړه د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ او په افغانستان کې پانګونې ته ښه فرصتونه شته چې باید ورڅخه ګټوره استفاده وشي.

په پای کې، دواړو لوریو د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په پیاوړتیا ټينګار وکړ.