طالبانو کریم خلیلي او محمد محقق ته د بېرته راتګ بلنه ورکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138212-طالبانو_کریم_خلیلي_او_محمد_محقق_ته_د_بېرته_راتګ_بلنه_ورکړې
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو ته بلنه ورکړې چې بېرته هېواد ته راوګرځي
(last modified 2023-09-08T07:15:41+00:00 )
Sep 08, 2023 11:44 Asia/Kabul
  • طالبانو کریم خلیلي او محمد محقق ته د بېرته راتګ بلنه ورکړې

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو ته بلنه ورکړې چې بېرته هېواد ته راوګرځي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بامیانو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په بهر کې ټول مشران دې په خپل وطن کې د یو سپین‌ږیري او مشر په توګه ژوند وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې د کریم خلیلي او محمد محقق نومونه اخیستي او زیاته کړې یې ده چې که بېرته را وګرځي، نو خلکو ته به د امن پیغام ورکړي او د افغانستان یووالی به نور هم ټینګ شي.

د حقاني په خبره، دوی د هیچا لپاره د غچ اخیستې فکر نه لري او د  نړۍ لپاره یې د تعامل دروازې خلاصې دي.