پاکستان  له افغانستان سره  تجارت ته تاوان رسوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138314-پاکستان_له_افغانستان_سره_تجارت_ته_تاوان_رسوي
ازمه ده دواړه لوري د سیمې د اقتصاد او ټرانزیټ  او تجارت د ښه کولو لپاره  د تفاهم  له لارې ددغه شان مشکلاتو حل لاره ولټوي،څو دښه ګاونډیتوب لاره ونه تړل شي.
(last modified 2023-09-10T20:12:21+00:00 )
Sep 10, 2023 10:19 Asia/Kabul
  • پاکستان  له افغانستان سره  تجارت ته تاوان رسوي

ازمه ده دواړه لوري د سیمې د اقتصاد او ټرانزیټ  او تجارت د ښه کولو لپاره  د تفاهم  له لارې ددغه شان مشکلاتو حل لاره ولټوي،څو دښه ګاونډیتوب لاره ونه تړل شي.

د افغانستان د طالبانود حکومت  خارجه وزارت  په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ده چې پاکستان دښه ګاونډیتوب  په اپوټه، په مختلفو پلمو سره  ددواړو هیوادونو تجارت ته تاوان رسوي.

پاکستان  یوځل بیا د پاکستان په شمال او سرحدي سیمو باندې  دحملو لپاره  د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي له ترهه ګرو وګړو سره په یولاس کیدا د طالبانو د حکومت  په تورنولو سره، د تورخم او دغه راز ځيني نوره  سرحدي لارې بندې کړي دي.

 د افغانستان د  طالبانو خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  دپاکستان له خوا د تورخم  او غلام خان سرحدي لارو د بندولو په باب ووئيل، دغه سرحدي لارې له دې وروسته تړل شوي دي چې پاکستانیو عسکرو  پر هغو افغان مامورانو چې  د یوې امنیتی پستې په رغولو بوخت ؤؤ  ډزې وکړې.

 د طالبانو په اعلامې کې په دې په ټينګار سره چې  ددغو لارو بندیدا او پر افغان سرحدي عسکرو  ډزو کول  ددواړو لورو  تجارت ته د تاوان سبب کیدلی شي.

په دغې اعلامیې  کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ددغو لارو د بندیدا په دلیل  دافغان ښاریزو  جنازې  او دغه راز  د ښځو اوماشومانو پشمول  نور مسافران  په دواړو خواؤ کې زمین ګیر شوي دي،ددغو سرحدي لارو د تړل کیدا دوام ئې بې توجیهه بللی دی.

اعلامیه  په دې په ټینګار سره چې دغه شان اقدامات پر افغانستان سربیره  د پاکستان تجارت ته هم تاوان رسوي،زیاتوي ،لازمه ده دواړه لوري د سیمې د اقتصاد او ټرانزیټ  او تجارت د ښه کولو لپاره  د تفاهم  له لارې ددغه شان مشکلاتو حل لاره ولټوي،څو دښه ګاونډیتوب لاره ونه تړل شي.