پاکستان له افغانستان سره تجارت ته تاوان رسوي
ازمه ده دواړه لوري د سیمې د اقتصاد او ټرانزیټ او تجارت د ښه کولو لپاره د تفاهم له لارې ددغه شان مشکلاتو حل لاره ولټوي،څو دښه ګاونډیتوب لاره ونه تړل شي.
د افغانستان د طالبانود حکومت خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې روښانه کړې ده چې پاکستان دښه ګاونډیتوب په اپوټه، په مختلفو پلمو سره ددواړو هیوادونو تجارت ته تاوان رسوي.
پاکستان یوځل بیا د پاکستان په شمال او سرحدي سیمو باندې دحملو لپاره د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي له ترهه ګرو وګړو سره په یولاس کیدا د طالبانو د حکومت په تورنولو سره، د تورخم او دغه راز ځيني نوره سرحدي لارې بندې کړي دي.
د افغانستان د طالبانو خارجه وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دپاکستان له خوا د تورخم او غلام خان سرحدي لارو د بندولو په باب ووئيل، دغه سرحدي لارې له دې وروسته تړل شوي دي چې پاکستانیو عسکرو پر هغو افغان مامورانو چې د یوې امنیتی پستې په رغولو بوخت ؤؤ ډزې وکړې.
د طالبانو په اعلامې کې په دې په ټينګار سره چې ددغو لارو بندیدا او پر افغان سرحدي عسکرو ډزو کول ددواړو لورو تجارت ته د تاوان سبب کیدلی شي.
په دغې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې ددغو لارو د بندیدا په دلیل دافغان ښاریزو جنازې او دغه راز د ښځو اوماشومانو پشمول نور مسافران په دواړو خواؤ کې زمین ګیر شوي دي،ددغو سرحدي لارو د تړل کیدا دوام ئې بې توجیهه بللی دی.
اعلامیه په دې په ټینګار سره چې دغه شان اقدامات پر افغانستان سربیره د پاکستان تجارت ته هم تاوان رسوي،زیاتوي ،لازمه ده دواړه لوري د سیمې د اقتصاد او ټرانزیټ او تجارت د ښه کولو لپاره د تفاهم له لارې ددغه شان مشکلاتو حل لاره ولټوي،څو دښه ګاونډیتوب لاره ونه تړل شي.