په افغانستان کې مخ پټو کسانو یو ښونځی وسوځوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138440-په_افغانستان_کې_مخ_پټو_کسانو_یو_ښونځی_وسوځوۀ
د طالبانود مشرانو دفیصلې په اساس  انجونې ، له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري . دغه  فیصله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده  او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا  د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی  غوښته هم ده .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 13, 2023 01:33 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې مخ پټو کسانو یو ښونځی وسوځوۀ

د طالبانود مشرانو دفیصلې په اساس  انجونې ، له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري . دغه  فیصله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده  او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا  د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی  غوښته هم ده .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،  ناپيژاندو کسانو بیګا د افغانستان په شمال کې  په تخار ولایت کې په دشت قلا ولسوالۍ کې د حامد ا... شهید ښونځي ودانۍ سوځولې ده .

د تخار ولایت ځاي مسئولانو  ددغه ښونځي سوځيدا تائيد کړې ده ،البته  ددغه ښونځي  دسوځونکو عاملان د هویّت په باب څه نه دي وئيل شوي .

که څ ه هم معلومه نه ده  دغه ښونځئ د انجونو دی اوکه د هلکانو ،خو په تیرو دوو کلونو کې چې طالبان بیرته په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي ، د  هیواد په مختلفو  سیمو کې د  انجونو څو ښونځي  سوځول شوي دي.  د طالبانود مشرانو دفیصلې په اساس  انجونې ، له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري . دغه  فیصله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده  او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا  د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی  غوښته هم ده .