تاجیکستان دافغانستان په پولوکې په ترهه ګروګواښونواندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138582-تاجیکستان_دافغانستان_په_پولوکې_په_ترهه_ګروګواښونواندیښنه_څرګنده_کړه
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د مرکزی اسیا په پینځمه سرمشریزه کې دافغانستان په پولوکې دترهه ګرو ګواښونو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه .
(last modified 2023-09-15T22:37:51+00:00 )
Sep 16, 2023 03:05 Asia/Kabul
  • تاجیکستان دافغانستان په پولوکې په ترهه ګروګواښونواندیښنه څرګنده کړه

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د مرکزی اسیا په پینځمه سرمشریزه کې دافغانستان په پولوکې دترهه ګرو ګواښونو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه .

ده همداراز په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید او د تاجیکستان په پوله کې د هغو د قاچاق زیاتیدا ته په اشارې سره وویل د افغانستان له وروستیو بدلونونو وروسته د نشه ایزو موادو تولید او قاچاق څو برابره  زیات شوی دی .

د تاجیکستان ولسمشر د طالبانو له قدرت ته رسیدا راهیسې څو ځله د افغانستان په خاوره کی د ترهه ګرو ګواښونو او فعالیتونو د زیاتیدا په اړه خبرداری ورکړی دی .