لوګر کې ناپېژنده کسانو یو ښوونکی وژلی
Sep 17, 2023 10:12 Asia/Kabul
د لوګر د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په «برګ» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.
د سلاموطندار راډیو د خبر له مخې، د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي، دغه ښوونکي د خوښۍ ولسوالۍ په مڼۍ ښوونځي کې دنده لرله.
انس زیاته کړه چې یاد ښوونکی هغه مهال د ناپيژنده کسانو له لوري وژل شوی کله چې د شپې پرمهال پر خپله کرونده کې د اوبو پر لګولو بوخت وو.
د نوموړي په وینا، تراوسه د وژل شوي ښوونکي په تړاو څوک نهدي نیول شوي، خو امنیتي ځواکونو خپلې پلټنې پيل کړي دي.
باید وویل شي چې تېره اونۍ هم د لوګر په مرکز پلعلم او په څرخ ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان د ناپېژنده کسانو له لوري په ډزو وژل شوي وو.
ټیګونه