طالبانو په غزني کې یو ځوان په ډزو وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138654-طالبانو_په_غزني_کې_یو_ځوان_په_ډزو_وژلی
د غزني سیمه ایزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې طالبانو یو ځوان هلک په ډزو وژلی دی.
(last modified 2023-09-17T05:56:28+00:00 )
Sep 17, 2023 10:24 Asia/Kabul
  • طالبانو په غزني کې یو ځوان په ډزو وژلی

د غزني سیمه ایزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې طالبانو یو ځوان هلک په ډزو وژلی دی.

د هشت صبح ورځپاڼې د خبر له مخې، سرچينو ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د غزني ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه ٢٣ کلن هلک هغه مهال په ډزو وواژه، چې له پوستې څخه د پاملرنې پرته يې موټرسايکل د تېرېدو په حال کې وو.

د طالبانو له خوا د هېوادوالو په نښه کول په هېواد کې کومه نوې خبره نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په غزني کې د طالبانو له خوا په ورته پېښو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي وو.

د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د بند سلطان په سیمه کې یو ځوان، د بیزازي په سیمه کې یو تن باغوان او د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یو کارکوونکی د دغه ولایت د طالبانو د مخامخ ډزو په پایله کې وژل شوي.