د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138660-د_چابهار_بندر_د_فعالیتونو_د_پراخېدو_لپاره_هڅې_ګړندۍ_شوې_دي
د سرپرست حکومت ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
(last modified 2023-09-17T06:04:17+00:00 )
Sep 17, 2023 10:32 Asia/Kabul
  • د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي

د سرپرست حکومت ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، نوموړی زیاتوي، د چابهار بندر له ظرفیت لوړولو او له افغانستان سره د دغه مسیر د اوسپنې پټلۍ په فعالېدو سره به د افغان سوداګرو ستونزې تر ډېره حل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، په چابهار بندر کې د شته ستونزو په حلېدو سره د افغانستان د سوداګرۍ او نړیوال ټرانزېټ بهیر هم پراختیا ومومي.

چارواکو د چابهار ـ نیمروز د رېل پټلۍ د پروژې چې اوسمهال یې په ایران کې د جوړېدو کار روان دی، د ژر تر ژره بشپړېدو خبر ورکړی او دغه پروژه یې د سوداګرۍ او ټرنزېټ د پراختیا او دغه راز د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو لپاره د دې ادارې په بنسټیزو لومړیتوبونو کې شامله بللې ده.