په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو
په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو، د «زده کړې انتظار نه شي کولای» په نوم سازمان (EWC) افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.
د هشت صبح ورځپاڼې د خبر له مخې، EWC په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نړۍ باید افغان نجونو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره ژر اقدام وکړي.
دغه نړیوال سازمان وايي، له زده کړو د نجونو راګرځول له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دا مهال په ټولیزه توګه ۸۰ سلنه افغان نجونې چې د ښوونځي عمر لري له زده کړو بې برخې دي. ۲.۵ میلیونه نجونې د زده کړې له حقه بې برخې دي او دا د دوی میراثي بشري حق دی.»
یاد سازمان له طالبانو غوښتي دي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي.
وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې. د دې تر څنګ د دې ډلې له لوري، افغان ښځو او نجونو څخه د لوړو زده کړو حق هم واخیستل شو.
دوه کاله تېر شول چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، خو دوی وايي چې دا بندیز دایمي نه دی.