د افغانستان-پاکستان په ګډې پولې موپه لسګونو پُستې جوړې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138786-د_افغانستان_پاکستان_په_ګډې_پولې_موپه_لسګونو_پُستې_جوړې_کړې
 د افغانستان دطالبانو دغه قوماندان روښانه کړې ده ، پر دغو څوکیو سربیره له پُستو سره نزدې د څو سړکونو جوړول هم پیل شوي دي .
(last modified 2023-09-20T21:09:04+00:00 )
Sep 20, 2023 09:10 Asia/Kabul
  •   د افغانستان-پاکستان په ګډې پولې موپه لسګونو پُستې جوړې کړې

 د افغانستان دطالبانو دغه قوماندان روښانه کړې ده ، پر دغو څوکیو سربیره له پُستو سره نزدې د څو سړکونو جوړول هم پیل شوي دي .

د افغانستان د طالبانو  موقته حکومت د ډيورینډ کرښې په نامې  د افغانستان او پاکستان په ګډې پولې کې څه دپاسه سل پُستې جوړې کړې.

د پاکستان او افغانستان ګډه پوله څه مودې راهسې  د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمینځ دنښتو ډګرده. پاکستان له دغو نښتو وروسته د تورخم او څو نوره سرحدي لارې تړلي  چې د بار وړونکو سترو ګاډو پشمول د ګاډو اومسافرانو تګ راتګ تر دې دمه  ممکن نه دی.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د  افغانستان دختیځي سیمې د سرحدي ځواک قوماندان قاری معراج  وئیلي دي ،په کنړ،نورستان او ننګرهار ولایتونو کې ئې څه دپاسه سل سرحدي څوکۍ جوړې کړي دي.

قاری معراج روښانه کړې ده، په ډيورینډ کرښې ددغو څوکیو جوړیدا د طالبانو د حکومت ددفاع وزیر مولوي محمد یعقوب په امر سره  جوړې شوي دي .

 د افغانستان دطالبانو دغه قوماندان روښانه کړې ده ، پر دغو څوکیو سربیره له پُستو سره نزدې د څو سړکونو جوړول هم پیل شوي دي .