د افغانستان په میلیونونو جینۍ له زده کړې محرومه دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138840-د_افغانستان_په_میلیونونو_جینۍ_له_زده_کړې_محرومه_دي
«پریس ټي وي» ټیلي ويژن راپور راکړی په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په میلیونونو ښځینه زده کونکي له زده کړې او تعلیم څخه محرومه کړي دي.
(last modified 2023-09-21T04:37:42+00:00 )
Sep 21, 2023 08:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان په میلیونونو جینۍ له زده کړې محرومه دي

«پریس ټي وي» ټیلي ويژن راپور راکړی په افغانستان کښې د طالبانو حکومت په میلیونونو ښځینه زده کونکي له زده کړې او تعلیم څخه محرومه کړي دي.

د دوه زره یویشتم میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د افغانستان د طالبانو له بیا رسیدا وروسته دغه ډلې له شپږم ټولګي څخه د بره  انجلیو لپاره په زده کړې بندیز ولګاوه او په ادارو کښې کار کونکي ښځې یې په کورونو کینولې.

دا په داسې حال کښې دي چې د طالبانو موقته حکومت د نړیوال روا والي د ترلاسه کولو هڅه کوي او نړیوالې ټولنې د دغه غوښتنې تحقق د بشري حقوقو او په تیره بیا د افغانستان د ښځو او د انجلیو د حقوقو له رعایتولو سره مشروطه کړي دي.

روانه اونۍ په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت لخوا د انجلیو د ښوونځیو د تړل کیدا دوهمه کلیزه ده چې له کبله یې د افغانستان په میلیونو زده کونکي له زده کړې او تعلیم څخه بې برخې شوي دي.

د افغانستان د طالبانو دغه ځپونکی اقدام په هیواد کښې د زده کړې د یوه کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شوی دی او ځینې انجلۍ چې په کورونو کښې ناستې دي وايي په زده کړې باندې د طالبانو د بندیز حکم زمونږ پرمختګونه بند کړي دي.

د ملګروملتونو د راپور پراساس څه د پاسه لس  لکه انجلۍ د طالبانو لخوا په زده کړې باندې د بندیز له کبله تر اغیز لاندې دي.

د افغانستان طالبانو دوه کاله مخکې په ښوونځیو کښې د انجلیو په شتون بندیز ولګاوه او له هغه وخت راهسې د افغانستان انجلیو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په دغه سخت حالت کښې د دوې ملاتړ وکړي.