د افغانستان صادرات ۷۵۹ میلیون ډالرو ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139058-د_افغانستان_صادرات_۷۵۹_میلیون_ډالرو_ته_ورسیدل
د افغانستان صادرات د سږ کال په اولو شپږو میاشتو کښې ۷۵۹ میلیون ډالرو ته ورسیدل.
(last modified 2023-09-26T03:55:53+00:00 )
Sep 26, 2023 08:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان صادرات ۷۵۹ میلیون ډالرو ته ورسیدل

د افغانستان صادرات د سږ کال په اولو شپږو میاشتو کښې ۷۵۹ میلیون ډالرو ته ورسیدل.

افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت د وزارت ویاند «عبدالسلام آخند زاده جواد» وویل چې د دغه هیواد سوداګرو د روان کال په وړومبۍ نیمايي کښې د ۷۵۹میلیون ډالرو شیان له هیواده بهر ته صادر کړي دي.

د طالبانو دغه چارواکي زیاته کړه: په دې کښې زیاتره شیان ایران، پاکستان، ترکیې، عراق او اماراتو ته صادر شوي دي او په صادراتي شیانو کښې هم د سکرو ډبرې، زعفران، وچه او تازه میوه او د کرهڼې محصولات شامل دي.

د افغانستان د صنعت او تجارت د وزارت ویاند وویل: د صادراتو په برخه کښې د تیر کال د ریکارډ د ماتولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

تیر کال د افغانستان صادرات څه باندې ۲ میلیارډ ډالرو ته رسیدلي وو.