افغانستان به د معدنونو په استخراج سره پر ځان بسیا شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139062-افغانستان_به_د_معدنونو_په_استخراج_سره_پر_ځان_بسیا_شي
د لوګر والي وايي چې افغانستان به د دغه هیواد د معدنونو په استخراج سره پر ځان بسیا شي.
(last modified 2023-09-26T04:38:20+00:00 )
Sep 26, 2023 09:07 Asia/Kabul
  • افغانستان به د معدنونو په استخراج سره پر ځان بسیا شي

د لوګر والي وايي چې افغانستان به د دغه هیواد د معدنونو په استخراج سره پر ځان بسیا شي.

د لوګر والي  ضیاء‌الرحمن مدني نن د لوګر د مس عینک معدن له کتنې او د MCC په نامه د چین د پانګونې شرکت له مسئولانو سره له خبرواترو وروسته وویل: د معدنونو په استخراج سره افغانستان پر ځان بسیاینې ته رسیږي او د دغه هیواد له مسئولانو یې وغوښتل چې د دغو معدنونو د استخراج عملي کار زرترزره پيل کړي.

مدني زیاته کړه: په تیرو کلونو کښې د افغانستان د معدنونو د استخراج مخې ته ترټولو ستر خنډ، امنیتي ستونزې او د هغو لرغونو آثارو شتون و خو اوس امنیتي ستونزې ختمې شوې دي او د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره د لرغونو آثارو د ساتنې یا انتقال په لړ کښې کار روان دی.

د MCC شرکت مشر شوپینګ هم وویل: د مقدماتو کارونو په ترسره کولو سره به له دغه معدن څخه د استخراج کار په نزدې راتلونکي کښې پيل شي.

د مس عینک له معدن څخه د استخراج تړون د افغانستان په تیر حکومت کښې له چیني شرکت سره لاسلیک شوی و خو تراوسه پرې کار نه دی پیل شوی.