ایران کې افغان سفیر د درملو نړیوالې اتمې غونډه کې ګډون وکړ
Sep 27, 2023 16:50 Asia/Kabul
په ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي فضل محمد حقاني د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه د درملو نړیوالې اتمې غونډه کې ګډون وکړ.
په ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي فضل محمد حقاني د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه د درملو نړیوالې اتمې غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې د ایران د روغتیایي سکتور سربېره د درملو کورنیو او نړیوالو کمپنیو مسؤلینو او تولیدونکو ګډون کړی وو.
په تهران کې د افغانستان سفارت هڅه کوي چې د ښو اړیکو په درلودلو سره د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا په برخه کې خپلو هېوادوالو ته مرستې او همکارۍ را جلب کړي.
تر دې وړاندې ایران ته د عامې روغتیا وزیر هم سفر ترسره کړی وو، چې په ګڼ شمېر برخو کې ورسره د ایراني چارواکو له لورې د همکارۍ او مرستو ژمنې وشوې.
ټیګونه