په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال
په افغانستان کې امنیت د ایران اصلي هدف دی
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال په افغانستان کې د سرپرست حکومت د داخله وزیر له مرستیال سره په کتنه کې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کې د امنیت له ټېنګېدو سره مرسته د ایران اصلي هدف دی.
د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي د طالبانو د داخله وزیر له مرستیال مولوی محمد نبی عمري د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو په شمول د یو شمېر مسائلو په هکله سلامشورې وکړې.
مرتضوي په دغه کتنه کې وویل: په ایران کې کابو ۵ میلیونه افغان کډوال میشت دي، دا له مختلفو اړخونو څخه تهران ته اهمیت لري او له لوړې سویې کې په دې مسالې باندې کار روان دی.
د ایران د سفیر مرستیال زیاته کړه: د دواړو ولسونو دښمنان هڅه کوي په مختلفو پروپاګنداو سره، د دواړو هیوادونو په خلګو کې اندېښنې رامینځ ته کړي، او په ایران کې د افغانانو د دښمن ښودلو او په افغانستان کې د ایران د دښمن ښودلو په لړ کې دسیسې روانې دي څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د تفاهم او ملګرتیا په مخ کې خنډ رامینځ ته کړای شي.
مرتضوی یادونه وکړه، چي د ایران او د افغانستان د دښمنانو دسیسې ختمېدونکې نه دي او په کابل او تهران کې پرېکړه کوونکو ته پکار دی چي په احتیاط سره کار وکړي څو دښمن ته پلمه په لاس ورنه شي.
هغه د طالبانو د داخله وزارت وزارت مرستیال ته وویل چي ایران خپل هیواد ته د افغان کډوالو د عزتمندانه راستنېدلو غوښتونکی دی او له طالبانو هم غواړي چي په دې لړ کې هڅوونکي سیاستونه غوره کړي.
مولوی محمد نبی عمري هم ایران سره د نیکو اړیکو په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: امریکا او د سیمې یو شمېر هیوادونه د افغانستان او ایران تر مینځ له ښو اړیکو نه خفه دي او د رسنیو له لارې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اختلافاتو د رامینځ ته کولو هڅه کوي.