د افغانستان او ایران د حج او اوقافو وزارت چارواکو ولیدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139464-د_افغانستان_او_ایران_د_حج_او_اوقافو_وزارت_چارواکو_ولیدل
د افغانستان اسلامي امارات او د ایران د اسلامي جمهوریت د حج، ارشاد او اوقافو وزارتونو معینانو د ایران په پلازمینه تهران کې په اړونده موضوعاتو لیده کاته او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-10-04T06:59:01+00:00 )
Oct 04, 2023 11:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایران د حج او اوقافو وزارت چارواکو ولیدل

د افغانستان اسلامي امارات او د ایران د اسلامي جمهوریت د حج، ارشاد او اوقافو وزارتونو معینانو د ایران په پلازمینه تهران کې په اړونده موضوعاتو لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان اسلامي امارات او د ایران د اسلامي جمهوریت د حج، ارشاد او اوقافو وزارتونو معینانو د ایران په پلازمینه تهران کې په اړونده موضوعاتو لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د حج اواوقافو وزارت معین مولوي عارف هلال عارف چې د جمهوري اسلامي ایران په رسمي بلنه یې دغه هېواد ته سفر کړی، نن چهارشنبه یې د دغه هېواد د حج او اوقافو وزارت معین ښاغلي خاموشي سره په داسې حال کې لیدنه وکړه چې په تهران کې د افغانستان سفارت د تشریفاتو مسؤل مفتي محمد علیم نوراني هم حضور درلود.

د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د وزارتونو اړوند په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې، له یو بل سره د تجربو شریکولو او د همکاریو پر دوام ټینګار او ژمنې وشوې.

د ایران د حج او اوقافو وزارت معین د اسلامي امارت څخه قدرداني وکړه چې د قرانکریم سیالۍ لپاره یې قاریان ور پېژندلې وو او په راتلوونکې د یادو سیالیو پر دوام او په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې ورته ډاډ ورکړل شو.