د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه هرات ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140050-د_چین_د_بشري_مرستو_لومړۍ_جوپه_هرات_ته_ورسېده
ټاکل شوې چې د چین دغه مرسته په هرات کې پر زلزله ځپلو کورنیو وویشل شي.
(last modified 2023-10-16T06:23:27+00:00 )
Oct 16, 2023 10:52 Asia/Kabul
  • د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه هرات ته ورسېده

ټاکل شوې چې د چین دغه مرسته په هرات کې پر زلزله ځپلو کورنیو وویشل شي.

د افغانستان د  هرات د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره د چين د دولت له خوا د بشري مرستو لومړۍ جوپه د دغه ولايت هوايي ډګر ته ورسېده.

افغان رسندوی وایی  د غه بار وړونکې الوتکه په هرات کې د طالبانوچارواکو ته وسپارل شوه.

ټاکل شوې چې د چین دغه مرسته په هرات کې پر زلزله ځپلو کورنیو وویشل شي.

تېره ورځ په کابل کې د چین سفارت اعلان وکړ چې چین به له افغانستان سره ۴.۱ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

په هرات کې د تېرو څو ورځو د پرلپسې زلزلې له امله په زرګونو کورنیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د چين په شمول زياتو هېوادونو مرستې ته چمتووالی اعلان کړی او په تېرو څو ورځو کې د ځينو هېوادونو مرستې هم زلزله ځپلو ته رسېدلې دي.