د افغانستان طالبانو د ایران د مرستو قدرونه وکړه
(last modified Tue, 17 Oct 2023 00:35:38 GMT )
Oct 17, 2023 05:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو د ایران د مرستو قدرونه وکړه

مهر خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د هرات له زلزله ځپلیو خلکو سره د ایران د بشر دوستانه مرستو قدرونه وکړه.

د ایران اسلامي  جمهوریت د افغانستان د هرات ولایت د روان میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه له سختې زلزلې وروسته چې تراوسه پکښې زرګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي لومړنی هیواد و چې افغانستان ته یې مرستې واستولې او د ایران مرستې اوس هم دوام لري.

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت پرون د هرات ولایت زلزله ځپلیو خلکو ته د مرستو د استولو لپاره د ایران قدرونه وکړه.

د افغانستان د طالبانو موقته حکومت خارجه وزارت په کابل کښې د ایران سفارت ته د رسمي لیک په استولو سره د هرات ولایت زلزله ځپلیو سیمو ته د ایران د اسلامي جمهوریت په وخت او له سخاوت څخه د ډکو مرستو د استولو قدرونه وکړه او دغه اقدام یې انساني او اسلامي ارزښتونو ته د تهران د باور نښه وبلله.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرې میاشتې مشر محسن ذاکریان پرون د افغانستان د هرات ولایت زلزله ځپلیو خلکو ته د ایران د مرستو د استولو په اړه وویل تراوسه د افغانستان د زلزله ځپلیو خلکو لپاره په دوو مرحلو کښې څلور سوه پنځوس ټنه مرستې چې دوه سوه میلیارډه ریاله ارزښت لري استول شوي دي او اخري جوپه یې هم درې سوه پینځه څلویښت ټنه وه چې څه د پاسه سل میلیارډه ریاله ارزښت یې درلود.

هغه وویل ایران په هرات کښې د زلزلې له راتلو سمدستي وروسته هلته اوه اتیا انساني ځواک استولی دی.

 

ټیګونه