افغان ویلچر باسکټبالانو فلپین ته ماتې ورکړه
Oct 22, 2023 01:41 Asia/Kabul
د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه توب د پارا المپیک آسیایي لوبو په لړ کې د فیلیپین ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.
د تاند ویب پاڼې د خبر له مخې، دغه سیالۍ په چین کې روانې دي، چې افغانستان په خپل ګروپ کې له چین، فیلیپین، ټایلنډ او د ایران هېوادونو له لوبډلو سره لوبې لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس چې د یادې لوبې خبر یې خپور کړی، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په وروستیو کې افغان لوبغاړو بېلابېلو برخو کې مهمې سیالۍ ګټلې، چې د افغانانو له هرکلي سره مخ شوي دي.
ټیګونه