افغان ویلچر باسکټبالانو فلپین ته ماتې ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140310-افغان_ویلچر_باسکټبالانو_فلپین_ته_ماتې_ورکړه
د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه ‌توب د پارا المپیک آسیایي لوبو په لړ کې د فیلیپین ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.
(last modified 2023-10-21T21:14:08+00:00 )
Oct 22, 2023 01:41 Asia/Kabul
  • افغان ویلچر باسکټبالانو فلپین ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې د چین په کوربه ‌توب د پارا المپیک آسیایي لوبو په لړ کې د فیلیپین ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې ته ۵۳ پر ۴۹ نمرو ماتې ورکړه.

د تاند ویب پاڼې د خبر له مخې، دغه سیالۍ په چین کې روانې دي، چې افغانستان په خپل ګروپ کې له چین، فیلیپین، ټایلنډ او د ‏ایران هېوادونو له لوبډلو سره لوبې لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس چې د یادې لوبې خبر یې خپور کړی، په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستیو کې افغان لوبغاړو بېلابېلو برخو کې مهمې سیالۍ ګټلې، چې د افغانانو له هرکلي سره مخ شوي دي.