Oct 23, 2023 16:05 Asia/Kabul
  • له پاکستان څخه ۶۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي

د پاکستان خبري سرچینو وویل چې د افغان کډوالو خلاف د اسلام آباد د نویو سیاستونو له غوره کولو سره هممهاله ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان خبري سرچینو وویل چې د افغان کډوالو خلاف د اسلام آباد د نویو سیاستونو له غوره کولو سره هممهاله ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له دغه هیواده د ناقانونه کډوالو د وتلو لپاره د یو میاشتني مهلت له ټاکل کیدو وروسته ۶۰ زره افغانستاني کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان غیرقانوني مهاجرو ته د تومبر تر اولې نیټې مهلت ورکړی چې له دغه هیواده ووځي.

په عین حال کښې راډیو پاکستان ویلي چې له دې اعلانه وروسته تر دې دمه ټولټال کابو ۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي او دا کار به په سیمې باندې مثبته اغیزه وکړي.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې د افغانستان د کډوالو د چارو کمیشن خپلو ښاریزو ته د ستیدو د اسانتیا لپاره مناسب تسهیلات ورکوي.

په تیرو دوو کلونو کښې ۶ لاکه افغانستاني ښاریز پاکستان ته تلې دي.

راډیو پاکستان همداشان ویلي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه هم د افغانستاني ښاریزو د خوندي ستنیدو لپاره په پوله کښې فعال دي.

د افغانستاني کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان فیصله د بشري حقوقو د ارګانونو له نیوکې سره مخامخ شوې ده. د بشري حقوقو فعالان له پاکستانه غواړي چې په خپلې دې فیصلې دوباره غور وکړي.

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو کارپوهانو په یوې ګډې بیانیې کښې ویلي دي چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان فیصله د افغانستان په څه باندې څوارلس لاکه وګړو باندې اغیزه کوي.

 

ټیګونه