داعش د کابل د چاودنې پړه ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140614-داعش_د_کابل_د_چاودنې_پړه_ومنله
داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د وړمې شپې د چاودنې مسئولیت په غاړه واخیسته.
(last modified 2023-10-28T03:34:32+00:00 )
Oct 28, 2023 07:51 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د وړمې شپې د چاودنې مسئولیت په غاړه واخیسته.

داعش ترهګرې ډلې پرون په دغې ډلې پورې په اړونده «اعماق» رسنۍ کښې په یوې خبرپاڼې کښې د کابل په دشتِ برچي سیمه کښې په یو سپورټي سالون کښې د جمعې د شپې د چاودنې پړه منلې ده.

دغې رسنۍ ویلي چې د داعش ترهګرې ډلې غړو د کابل په لویدیځ کښې د شیعیانو تجمع د بمي چاودنې هدف ګرځولې ده. دغې ډلې ادعا کړې ده چې په یادې چاودنې کښې ۳۵ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

د ویلو ده چې وړمه شپه د دشتِ برچي په «ملت» ورزشي سالون کښې یوه چاودنه وشوه. د کابل پولیسو د قومندانۍ ویاند رسنیو ته په مرکه کښې د دغې چاودنې له امله د دوو تنو وژله او د اوو نورو زخمي کیدل تایید کړي دي.

خو ځینې نورې احصائیې وايي چې په دغې چاودنې کښې ۶ تنه مړه او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.