دافغانستان هرات، کندز او بدخشان زلزلې ولړزول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140714-دافغانستان_هرات_کندز_او_بدخشان_زلزلې_ولړزول
د دغه رپوټ له مخې د هرات ولايت د زنده جان په ولسوالۍ کښې د لس کيلومترو په ژوروالي کښې د رېشتر په کچه ۴.۴ درجې يوه بله زلزله وشوه
(last modified 2023-10-29T23:57:27+00:00 )
Oct 30, 2023 04:15 Asia/Kabul
  • دافغانستان هرات، کندز او بدخشان  زلزلې ولړزول

د دغه رپوټ له مخې د هرات ولايت د زنده جان په ولسوالۍ کښې د لس کيلومترو په ژوروالي کښې د رېشتر په کچه ۴.۴ درجې يوه بله زلزله وشوه

د زلزلې نړیوال مرکز د افغانستان په لویدیځ، شمال او شمال ختیځ کې د څلورو پرله پسې زلزلې اعلان کړی.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د زلزلې نړیوال مرکزاعلان کړی چې د ریښتر په کچه ۵ درجې او د ځمکې په لس کیلومترۍ کې زلزله د هرات انجیل ولسوالي ولړزاوه.

د دغه رپوټ له مخې د هرات ولايت د زنده جان په ولسوالۍ کښې د لس کيلومترو په ژوروالي کښې د رېشتر په کچه ۴.۴ درجې يوه بله زلزله وشوه.

د زلزلې مرکز زیاته کړي، چې پرون ماسپښین هم په  کندز کې د ۴،۳ درجې په کچه زلزله د ځمکې په ۴۶ کیلومترۍ کې وشوه.

د یادولو وړ ده چې د ریښتر په کچه څلورمه زلزله د بدخشان ولایت د واخان په سیمه، هندوکش سیمه او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په پوله کې رامنځته شوه.

د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴.۵ ثبت شوی او ویل کېږي چې دغه زلزله د ځمکې په ۶۴ کیلومترۍ کې شوې ده.

هرات ښار په تېرو درېیو اوونیو کې د څو زورورو زلزلو او د لسګونو زلزلو شاهد دی.

لومړۍ زلزله د میزان په ۱۵ د رېشتر په کچه د ۶،۳ درجې سره وشوه، چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ کلي ویجاړ او لسګونه زره کسان یې بې کوره کړل.

د سرچينو له مخې د دغو زلزلو د مړو شميره دوه زره تنو ته رسيدلې ده.