دافغانستان هرات، کندز او بدخشان زلزلې ولړزول
د دغه رپوټ له مخې د هرات ولايت د زنده جان په ولسوالۍ کښې د لس کيلومترو په ژوروالي کښې د رېشتر په کچه ۴.۴ درجې يوه بله زلزله وشوه
د زلزلې نړیوال مرکز د افغانستان په لویدیځ، شمال او شمال ختیځ کې د څلورو پرله پسې زلزلې اعلان کړی.
افغان غږ خبری آژانس وایی د زلزلې نړیوال مرکزاعلان کړی چې د ریښتر په کچه ۵ درجې او د ځمکې په لس کیلومترۍ کې زلزله د هرات انجیل ولسوالي ولړزاوه.
د دغه رپوټ له مخې د هرات ولايت د زنده جان په ولسوالۍ کښې د لس کيلومترو په ژوروالي کښې د رېشتر په کچه ۴.۴ درجې يوه بله زلزله وشوه.
د زلزلې مرکز زیاته کړي، چې پرون ماسپښین هم په کندز کې د ۴،۳ درجې په کچه زلزله د ځمکې په ۴۶ کیلومترۍ کې وشوه.
د یادولو وړ ده چې د ریښتر په کچه څلورمه زلزله د بدخشان ولایت د واخان په سیمه، هندوکش سیمه او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په پوله کې رامنځته شوه.
د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴.۵ ثبت شوی او ویل کېږي چې دغه زلزله د ځمکې په ۶۴ کیلومترۍ کې شوې ده.
هرات ښار په تېرو درېیو اوونیو کې د څو زورورو زلزلو او د لسګونو زلزلو شاهد دی.
لومړۍ زلزله د میزان په ۱۵ د رېشتر په کچه د ۶،۳ درجې سره وشوه، چې په دغه ولایت کې یې ۲۰ کلي ویجاړ او لسګونه زره کسان یې بې کوره کړل.
د سرچينو له مخې د دغو زلزلو د مړو شميره دوه زره تنو ته رسيدلې ده.