پاکستان به د افغان کډوالو د ایستلو تاوان ورکړي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په چارو کښې د افغانستان د پخواني ولسمشر استازي او ډیپلوماټ محمد عمر داوزي وویل چې د اسلام اباد حکومت به له پاکستانه د افغانستان د کډوالو په پراخه سویه د ایستلو تاوان ورکړي.
هغه پرون وویل د افغانستان د کډوالو د موضوع له ختمیدا وروسته به په پاکستان کښې جنګ سخت شي او د اسلام اباد حکومت به د افغانستان د پناه غواړو په زوره د ایستلو تاوان ورکړي.
محمد عمر داودزي رسنیو ته وویل چې د افغانستان د پناه غواړو د ایستلو فیصله د پاکستان لپاره ناخوښې پایلې لري.
د افغانستان د پخواني ولسمشر استازي او ډیپلوماټ محمد عمر داودزي وویل پاکستان د افغانستان د طالبانو له حکومته هیله لرله چې تحریک طالبان پاکستان(TTP) ډله وځپي او ډیورینډ سرحدي کرښه په رسمیت وپيژندي خو طالبانو دغه غوښتنې ونه منلې.
هغه وویل طالبان نه غواړي د ډیورینډ سرحدي کرښه په رسمیت وپيژندي پر دې اساس پاکستان د بدل د اخیستلو لاره غوره کړه.
داوزي د افغانستان د پناه غواړو د ایستلو په وړاندې د طالبانو د حکومت د نه پریکندوالي په هکله وویل افغانستان د کډوالو د منلو او په قندهار او ننګرهار کښې د مهاجرینو د ځاې پرځاې کولو په حال کښې دی او ممکنه ده په یوه بل فرصت کښې طالبان له پاکستان سره په خپلو اړیکو کښې بیا کتنه وکړي.