له پاکستان څخه د بيرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د ښه راغلاست ترتیبات نیول کیږي راپور واورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i141164-له_پاکستان_څخه_د_بيرته_راستنېدونکو_افغانانو_لپاره_د_ښه_راغلاست_ترتیبات_نیول_کیږي_راپور_واورئ
زمونږ خبریال وايي راپورونه وایي هغو افغان کډوالو ته چې له پاکستان هيواد څخه افغانستان ته راستنیږي د دې هیواد په ختیځ لور ( پکتیکا ) ولایت کې آسانتیاوې په نظر کې نیول شوي.
(last modified 2023-11-07T09:42:35+00:00 )
Nov 07, 2023 13:58 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي راپورونه وایي هغو افغان کډوالو ته چې له پاکستان هيواد څخه افغانستان ته راستنیږي د دې هیواد په ختیځ لور ( پکتیکا ) ولایت کې آسانتیاوې په نظر کې نیول شوي.

د ياد ولايت چارواکو خبر ورکړي چې د بيرته راستنيدونکو افغانانو لپاره یې  ضروري اسانتياوې برابرې کړي او د ځای په ځای کولو لپاره یې چمتووالۍ نيولی.

دغه راز له کابل څخه د سيمه ايزو چارواکو يو پلاوۍ ډيورنډ کرښي ته څيرمه انګور اډي سيمي ته تللی  تر څو د راستنيدونکو افغانانو ته چې کومې اسانتياوې برابرې شوي له نږدې وڅاري.

د پکتيکا ولايت والي مولوي فیض الله جمال ويلي چې راستنيدونکو افغانانو ته به په مختلفو برخو کې هر اړخیزې اسانتياوې برابرې کړي.

ویل کیږي راستنيدونکو افغانانوته سره مياشت او نورو خيريه بنسټونو خپل کاري ټيمونو ته دنده ورکړې ترڅو له راستانه شوي کډولو ته د مرستې جوګه شي.

د راپورونو له مخې ویل شوي چې تر تیرې دوشنبې ورځ پورې د سپین بولدک له لارې دتېرو (۵) ورځو په لړ کې نږدې (۴۰) څلویښت زره افغان کډوال بیرته افغانستان ورستانه شوي دي.