د روغتیا سیاحت؛ په ایران کې د بهرنۍ پانګونې طلايي فرصت
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165362-د_روغتیا_سیاحت_په_ایران_کې_د_بهرنۍ_پانګونې_طلايي_فرصت
پارس ټوډې - ایران د پرمختللو روغتیایي زیربناوو او مناسبو لګښتونو په درلودلو سره، د روغتیا سیاحت او بهرنۍ پانګونې لپاره یو زړه راښکونکی مقصد ګرځېدلی دی.
(last modified 2025-10-02T08:02:00+00:00 )
Oct 02, 2025 12:30 Asia/Kabul
  • د روغتیا سیاحت؛ په ایران کې د بهرنۍ پانګونې طلايي فرصت

پارس ټوډې - ایران د پرمختللو روغتیایي زیربناوو او مناسبو لګښتونو په درلودلو سره، د روغتیا سیاحت او بهرنۍ پانګونې لپاره یو زړه راښکونکی مقصد ګرځېدلی دی.

ایران د پرمختللو روغتیایي زیربناوو، متخصصو ډاکترانو، اقتصادي مناسبو لګښتونو او اقلیمي تنوع په درلودلو سره، په سیمه کې د روغتیا سیاحت د نوي راڅرګندېدونکي مقصدونو څخه یو دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، دا ظرفیت د بهرنيو پانګوالو لپاره یو ارزښتناک فرصت برابر کړی، څو په بېلابېلو روغتیایي، استوګنې او خدماتی برخو کې پانګونه وکړي او له یوه وده کوونکي بازار څخه ګټه پورته کړي.

په تهران، شېراز، مشهد او اصفهان ښارونو کې مجهز روغتونونه هر کال د ګاونډیو هېوادونو لکه عراق، افغانستان، آذربایجان، عمان او حتی له ځینو اروپایي هېوادونو څخه د زرګونه روغتیایي سیلانیان کوربه توب کوي. د خدماتو لکه د ښکلا جراحي، د اولاد نه کېدو درملنه، ارتوپیدي، سترګو طب، د غاښونو درملنه او د ایران دودیز طبابت هغه برخې دي چې د بهرنیو ناروغانو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله په ایران کې د درملنې خدماتو ټیټ لګښت،  د لوړ کیفیت طبي خدماتو ترڅنګ، د پام وړ رقابتي برتري رامنځته کړې ده. همدارنګه، د نړیوالو سندونو لرونکو متخصصو ډاکترانو شتون، د نوې طبي ټکنالوژۍ کارول او د څو ژبو خدماتو وړاندې کولو امکان د بهرنیو ناروغانو اعتماد زیات کړی دی.

بهرني پانګوال کولای شي روغتیایي سیلانیانو لپاره د ځانګړو روغتیایي مرکزونو په جوړولو، تخصصي کلینیکونو، روغتیا محوره استوګنځایونو، د درملنې د رزرو او همغږۍ لپاره ډیجیټل پلیټفارمونو، او حتی د سیاحتي تلفیقي کڅوړو (درملنه + تفریح) کې پانګونه وکړي.

د ایران دولت هم د مالیاتي معافیتونو، د جوازونو د صادرولو اسانتیاوو او په ازادو سیمو کې د بهرنۍ پانګونې د ملاتړ په وړاندې کولو سره، د پانګوالو د راتګ لپاره زمینه برابره کړې ده.