پاکستان له افغان کډوالو سره بې انصافه چلند کوي
د افغانستان خلک هماغه شان چې تر کلونو پورې ئې د خپل عزت او سرلوړئ لپاره له تیریګرو سره مبارزه وکړې ده ، اوس به هم په عزت سره د ژوند دتیرولو لپاره د مشکلاتو په وړاندې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي.
د افغانستان د طالبانو دحکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین ننګرهار ختیځي ولایت ته په سفر او له پاکستانه بیرته ګرځول شووکډوالو سره په کتنې کې د اسلام اباد د حکومت چلند بې انصافه او ناعادلانه وبالۀ.
سراج الدین حقاني پرون په ننګرهار کې له یو شمیر کډوالو سره په کتنې کې له مهاجرینو سره د پاکستان د حکومت د نامناسب چلند په بې انصافه بللو سره ووئیل، داسلام اباد حکومت په اوسنیو حساسو شرائطو کې د افغانستان په حکومت او ولس باندې په دباؤ اچولو سره د افغانستان د خلکو په ذهنونو کې له ځانه بده خاطره پریښودلې ده.حقانی افغانستان ته د بیرته ستانه شوو کډوالو د مشکلاتو د حل لپاره د ټولو اورګانونو پر هڅې په ټينګار سره ووئیل، د افغانستان خلک هماغه شان چې تر کلونو پورې ئې د خپل عزت او سرلوړئ لپاره له تیریګرو سره مبارزه وکړې ده ، اوس به هم په عزت سره د ژوند دتیرولو لپاره د مشکلاتو په وړاندې مبارزې او مقاومت ته دوام ورکړي.
صدای افغان خبری اژانس راپور ورکړی ، له پاکستانه دافغان کډوالو د اجباری ویستلو د بهیر له پیل راهسې تر دې اوسه بورې څه د پاسه پنځوس زره کورنۍ دتورخم له لارې خپل هیواد ته ستنې شوي دي . په عین حال کې دطالبانو چارواکي وائي چې خپلو اصلي ولایتونو ته د کډوالو د منتقلولو بهیر چټک شوی دی